IQNA

د مصر د  نابینا خور او ورو په زړه پورې آواز (فلم)

9:13 - May 08, 2023
د خبر لمبر: 3487303
ایکنا-(تهران) دمصر ورو او خور ایمان اومحمد  له نابینا شونې سره سره  له هماغه ماشوموالي د قرآن کریم زده کول او حفظ پیل کړل او اوس د دیني مداحئ او تلاؤت په لوستلو کې د دوي وړتیاؤ د ډيرو توجه  ځان ته جلب کړې ده.

ایکنا د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، ایمان وایل احمد قریب چې د نهم صنف زده کونکې ده ،له خپل ورور  محمد سره یو ځای چې  په اتم صنف کې درس وائي ، مورني نابینا دي .دوي د مصر په الشرقیه ولایت کې  د دیرب النجم ښار په شاوخوا کې ژوند کوي، خو د دوي پلار د قرآن کریم د حفظ په زمینې کې د دوي په لوړ استعداد  ډير زر پوهه شو  او  له دې امله ئې په دې زمینې کې د دوي د زده کړې زمینه برابره کړه.

د ایمان په وینا، هغې قرآن کریم حفظ په شپږکلنئ کې پیل کړ او په دوو کلونو کې ئې ټول قرآن کریم حفظ کړئ شو. هغې ډیر زر د تجوید او لسګونه روایتونو  احکام هم زده کړل  او په دولس کلنۍ کې د قرآن دحفظ د اجازت په ترلاسه کولو کې بریالۍ شوه.

د ایمان ورور محمد هم د قرآن  کریم حفظ له هماغه شپږکلنۍ پیلکړ او په اته کلنۍ کې دټول قرآن کریم په حفظ کولو بریالی شو. هغه تراوسه پورې په مختلفو سیالیو کې ګډون کړی دی او په ځاي  سیالیو کې د غوره کس په توګه بریالی شوی دی.

دغه خور او ورور تر اوسه پورې د ولایت په سویه په ډیرو سیالیو کې ګډون کړی دی او په کرتو ئې د سیالیو غوره مقام  ګټلی دی.

ایمنا تر اوسه پورې د حفظ او تلاؤت په څانګو کې د هیواد په سیالیو کې لس ځله  لومړی مقام  او د قرآن کریم د حفظ په نړیوالو سیالیو کې څلورم مقام  ګټلی دی.

 دغه دواړه  په پخوانیو قاریانو کې د خپلې خوښې د قاریانو په توګه د شیخ عبدالباسط او شیخ محمد رفعت  او په نوو استاذانو کې د خپلې خوښې وړ قاریانو په توګه د شیخ محمود الخشت،احمد نعینع ااو شیخ الطاروطي  نامې اخلي.

دمصر دغه دواړو نابینا خور اوورو د مداحئ په زمینې کې هم له ډيرو زیاتو وړتیاؤ برخمن دي.

په دوام کې په دغه ویډیو ئي کلیپ کې ددغو دواو نابیناؤ  ایمان او محمد په زړه پورې غږ څخه خوند واخلئ.

https://iqna.ir/fa/news/4138890/%

captcha